له دغه وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې لیکل شوي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په بېلابېلو برخو کې پر طالبانو هوایي او ځمکني بریدونه ترسره شوي چې پر مهال یې ۱۴۳ طالبان وژل شوي او ۱۲۱ نور ټپیان شوي دي.
د خبرپاڼې په وینا، ۱۱ کړۍ ماینونه او د طالبانو ډېر شمېر وسلې هم له منځه وړل شوې دي.
طالبانو ته دغه مرګ ژوبله په ننګرهار، کندهار، هرات، غور، فراه، سمنګان، هلمند، بدخشان او کابل ولایتونو کې اوښتې ده.
تېره ورځ هم د ۲۲۸ طالب جنګیالیو د وژل کېدو خبر ورکړل شوی و.
خو وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.


