د دغه ولايت والي محمدعمر شېرزاد له کلید سره په يوه مرکه کې وويل، د سراب بند چې د رغولو لپاره يې ۴۰ ميليونه افغانۍ ځانګړې شوې، د شفلوغ بند چې د رغولو لپاره يې ۷۰ ميليونه افغانۍ ځانګړې شوې او د اغاجان په نوم يو بل بند هم چې دامهال يې د سروې چارې روانې دي، په روان کال کې به يې رغول پیل شي.
هغه زیاته کړه چې د يو شمېر نورو پروژو رغولو پلان هم شته، خو نا امنيو د بيارغونې په برخه کې ستونزې جوړې کړې دي.
دا په داسې حال کې ده چې په ارزګان کې تل کروندګر شکايت کوي چې د کرکېلې پرمهال د اوبو له نشت سره مخ کېږي، خو چارواکي وايي، د يادو بندونو په رغولو سره به د اوبو کمي ستونزه حل شي.


