د یاد ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزي کلید ته وویل، نن تر غرمې وروسته دوې بجې او پنځه دقیقې د والي پر سکرتر منصور احمد د ښار د ۱۴مې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې د چسپکي ماین چاودنه وشوه.
هغه زیاتوي، په دې چاودنه کې منصور احمد وژل شوی او بل چاته زیان نه دی اوښتی.
تر اوسه د چاودنې مسولیت کومې وسله والې ډلې نه دی منلی.


