ads

د بګرام هوایي اډې رادار او مخابرې سیسټمونه بیا فعال شول

که څه هم داسې اندېښنې وې چې له بګرام هوایي اډې څخه د امریکایي سرتېرو تر وتلو وروسته به د دغه هوایي ډګر د رادار او مخابرې سیسټمونه له فعالیته ولوېږي، خو اوس د افغانستان د ملکي هوایي چلند اداره د دغه هوایي ډګر د رادار او مخابرې سیسټمونو بیا فعالېدو خبر ورکوي.

محمدخان بریال
13 چنګاښ 1400
د بګرام هوایي اډې رادار او مخابرې سیسټمونه بیا فعال شول

د یادې ادارې په خبرپاڼه کې لیکل شوي چې د امریکایي سرتېرو د وتلو پر مهال دا سیسټم غیر فعال شوی و او تېره ورځ ناوخته د دې ادارې د تخنیکي ټیم له لوري بیرته فعال شو.
خبرپاڼه زیاتوي، دا دوه سیسټمونه به د بګرام هوايي ډګر او حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر د الوتکو لارښود لپاره کارول کېږي.
د یادولو وړ ده چې اوسمهال د بګرام هوایي اډې ټول مسولیت افغان سرتېرو ته سپارل شوی دی.
د دفاع وزارت چارواکي وایي، تر دې وروسته به افغان سرتېري له دغه هوایي ډګر څخه د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزې ته دوام ورکړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA