ads

بهارک ولسوالي د طالبانو له شتون پاکه شوه

امنیتي چارواکي د افغان سرتېرو د عملیاتو په پایله کې د بدخشان ولایت د بهارک ولسوالۍ بیرته نیولو خبر ورکوي.

محمدخان بریال
13 چنګاښ 1400
بهارک ولسوالي د طالبانو له شتون پاکه شوه

د ۲۱۷ پامیر قول اردو قومندان عباس توکلی وایي، د طالبانو پر وړاندې د افغان سرتېرو د عملیاتو او بریدونو په پایله کې ګڼو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ده په وینا، په دغو بریدونو کې ۳۰ طالبان وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان شوي دي.
هغه زیاتوي چې د افغان سرتېرو د بریدونو پر مهال د طالبانو ګڼې وسلې هم له منځه وړل شوې دي.
د یادولو وړ ده چې تېره ورځ وسله والو طالبانو د بدخشان ولایت په ګډون د یو شمېر نورو ولایتونو د ځینو ولسوالیو د نیولو خبر ورکړ.
خو افغان امنیتي چارواکي وایي چې ډېر ژر به د عملیاتو په پایله کې د طالبانو له خوا نیول شوې ولسوالۍ بیرته پاکې کړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA