د امنیه قومندانۍ ویاند فردوس فرامرز د شنبې په ورځ کلید ته وویل، نن سهار لس بجې او ۲۰ دقیقې د کابل ښار د ۱۶مې ناحیې په مربوطاتو کې پر یو رنجر موټر ماین چاودنه شوې ده.
هغه زیاتوي، په دې پېښه کې کوم چا ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې، خو رنجر موټر تخریب شوی دی.
د ده په وینا، امنیتي چارواکي د دې پېښې پلټه کوي.
تر دې وړاندې هم په کابل ښار او نورو ولایتونو کې په چاودنو او وسله والو بریدونو کې د امنیتي چارواکو تر څنګ ملکي وګړي هم په نښه شوي دي.
تر اوسه د دې چاودنې مسولیت کومې وسله والې ډلې نه دی منلی.


