د دغه ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند ګل حیدر احمدي د شنبې په ورځ کلید ته وویل، دغو کسانو غوښتل چې په لوګر ولایت کې امنیتي ځواکونه ترور کړي چې هدف ته تر رسېدو وړاندې په نښه شوي دي.
د احمدي په وینا، د افغان سرتېرو د برید پر مهال دوه ترور کوونکي وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.
له هغوی سره شته وسلې هم افغان سرتېرو ته په لاس ورغلې دي.
د لوګر امنیتي چارواکي وایي، دا کسانو په طالبانو پورې اړوند دي او په خبره یې، له هغوی به جدي پلټنې وشي.
تر اوسه وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.


