د دغه وزارت ویاند روح الله احمدزي د شنبې په ورځ کلید ته وویل، په یاده موده کې د افغان سرتېرو په بریدونو کې ۲۲۸ طالبان وژل شوي او ۱۱۶ نور ټپیان شوي دي.
هغه زیاتوي، په همدې موده کې د طالبانو ۱۳ کړۍ ماینونه او په ډېره اندازه وسلې هم له منځه وړل شوې دي.
د احمدزي په وینا، طالبانو ته دغه مرګ ژوبله په لوګر، پکتیکا، کندهار، هرات، بادغیس، فراه، بلخ، هلمند او کاپیسا ولایتونو کې اوښتې ده.
د یادولو وړ ده چې تېره ورځ هم د ګڼو طالبانو وژل کېدو او ټپي کېدو خبر ورکړل شوی و.
طالبانو که څه هم په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي، خو د بدخشان په ګډون یې په ځینو ولایتونو کې د تازه ولسوالیو د نیولو ادعا کړې ده.


