ads

عالمان: د اسلام تر نوم لاندې وروروژنه دې بنده شي

د افغانستان د عالمانو سرتاسري شورا په هېواد کې اوسنۍ جګړه ناروا او له دیني لارښوونو سره په ټکر کې وبلله.

محمدخان بریال
12 چنګاښ 1400
عالمان: د اسلام تر نوم لاندې وروروژنه دې بنده شي

د دې شورا سرپرست مولوي سردار ځدران د شنبې په ورځ خبري کنفرانس ته وویل چې اوسنۍ جګړه هېڅ دیني مشروعیت نه لري.
نوموړي له ښکېلو لورو او په ځانګړي ډول له طالبانو وغوښتل چې د جهاد او اسلام تر نوم لاندې وروروژنې او جګړې ته د پای ټکی کېږدي.
ده زیاته کړې چې په هېواد کې د یتیمانو، کونډو، معلولانو او رواني ناروغانو ډېرېدل د اوسنۍ جګړې ناوړه پایلې دي، چې هېوادوال ورسره مخ دي.
دا لومړی ځل نه دی چې په افغانستان کې دننه دیني عالمان دا جګړه ناروا بولي، بلکې تر دې وړاندې هم د نړۍ ګڼو عالمانو د افغانستان جګړه ناروا بللې ده.
دا څرګندونې داسې مهال مطرح کېږي چې له هېواد څخه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته هم جګړې زور اخیستی او مرګ ژوبله یې ورځ تر بلې د ډېرېدو په حال کې.
په ورته وخت کې په دوحه هم د سولې خبرې درېدلې او هېڅ پرمختګ پکې نه دی شوی.
دواړه لوري د خبرو درېدو مسولیت پر یو بل اچوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA