د دغه شرکت ویاند سنګرنیازي د شنبې په ورځ کلید ته وویل، په جنګل باغ او نورو سیمو کې د ویجاړو شوو برېښنا ستنو رغېدو چارې په چټکۍ روانې دي او ژر تر ژره به ورغول شي.
دی زیاتوي چې ډېر ژر به پنځو نورو ولایتونو ته هم برېښنا وصل شي.
د برېښنا شرکت د معلوماتو له مخې، په دې وروستیو کې د برېښنا ۳۶ ستنې د ناپېژندو وسله والو له لوري په بمونو الوزول شوې دي.
برېښنا شرکت وایي، د دغو ستنو نړېدو له امله دغه شرکت ته نېږدې یو میلیون ډالر زیان اوښتی دی.
برېښنا شرکت له امنیتي ادارو جدي غوښتنه کوي چې د برېښنا ستنو امنیت خوندي کړي.


