د دغه وزارت ویاند طارق ارین وایي، پرون طالبانو غوښتل چې د پکتیکا په خوشامند ولسوالۍ کې د افغان سرتېرو پر پوستو بریدونه وکړي، چې د افغان ځواکونو له لوري یې مخه نیول شوې ده.
هغه زیاتوي، د افغان ځواکونو په دفاعي بریدونو کې د پکتیکا ولایت لپاره د طالبانو نومول شوی والي محمد عیسی، د هغه ویاند او ګڼ شمېر نور وسله وال طالبان وژل شوي دي.
طالبانو بیا ویلي چې د افغان امنیتي چارواکو دغه اوازې حقیقت نه لري.
د یادولو وړ ده چې په دې وروستیو کې د نښتو له امله دواړو لورو ته د مرګ ژوبلې اوښتو ادعاوې شوې دي.


