ads

بایډن: په څو ورځو کې د ځواکونو وتل ناشوني دي

ټاکل شوې وه چې د جولای میاشتې تر څلورمې نېټې ټول امریکایي سرتېري له افغانستان څخه ووځي، خو تازه د امریکا جمهور رییس جوبایډن ویلي چې په څو ورځو کې د دغه کار ترسره کېدل ناشوني دي.

محمدخان بریال
12 چنګاښ 1400
بایډن: په څو ورځو کې د ځواکونو وتل ناشوني دي

ده زیاته کړې چې یو شمېر سرتېري به تر یو وخته په افغانستان کې مېشت وي.
دا څرګندونې داسې مهال ترسره کېږي چې پرون له بګرام هوایي اډې څخه ټول امریکایي سرتېري ووتل او د دې سترې اډې مسولیت افغان سرتېرو ته وسپاره.
د افغانستان دفاع وزارت بیا ویلي چې افغان ځواکونه به تر دې وروسته له بګرام هوایي اډې څخه د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزې ته دوام ورکړي.
طالبانو بیا له بګرام هوایي اډې څخه د امریکایي سرتېرو وتل ستایلي دي.
د دې ډلې د قطر دفتر ویاند ډاکتر محمد نعیم ویلي چې په هېواد کې د شته ستونزو حل د ټولو مسولیت دی او پر مقابل لوري یې غږ کړی چې د یاد مسولیت ترسره کولو لپاره هڅې وکړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA