ads

امریکا د افغان سرتېرو په ملاتړ بریدونو ته دوام ورکوي

د امریکا لوړپوړو چارواکو ویلي چې په دې وروستیو کې یې په افغانستان کې د افغان سرتېرو په ملاتړ په بېلابېلو برخو کې له بهره هوایي بریدونه ترسره کړي دي.

محمدخان بریال
12 چنګاښ 1400
امریکا د افغان سرتېرو په ملاتړ بریدونو ته دوام ورکوي

دغو چارواکو د نوم نه ښودلو په شرط اسوشیټډپرس خبري اژانس ته دا څرګندونې کړې او زیاته کړې یې ده چې د طالبانو پر وړاندې دا بریدونه به دوام وکړي.
د سرچینې په وینا، له افغانستان څخه د بهرنیو سرتېرو تر وتلو وروسته به د القاعده او نورو ترهګرو ډلو پر وړاندې د عملیاتو مشري د امریکا د مرکزي قومندانۍ د قومندان فرانک مک‌کینزي پر غاړه وي.
که څه هم د هوایي بریدونو دغه ځای نه دی په ډاګه شوی، خو ویل شوي چې د ترهګرۍ پر وړاندې د امریکا مبارزه به له یو بهرني هېواد څخه ترسره کېږي.
همدارنګه ویل شوي چې تر سپټمبر میاشتې به ۳۰۰ امریکایي سرتېري د کابل هوایي ډګر ساتنې مسولیت پر غاړه ولري.
دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې د سپټمبر تر ۱۱مې ټول بهرني سرتېري افغانستان پرېږدي او دا بهیر په منظم ډول دوام لري؛ خو ۶۵۰ امریکایي سرتېري به تر نامعلومې نېټې په کابل کې د امریکا په سفارت کې مېشت وي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA