دا پېښه تېره ورځ ۵ او ۳۰ دقیقې هغه مهال رامنځته شوه چې استاد عطا محمد نور له یو شمېر سیاسي څېرو او په ولسي جرګې د خلکو له استازو سره پر روان وضعیت ناسته درلوده.
په ولسي جرګه کې د بلخ ولایت د خلکو استازی سید ظاهر مسرور چې د نوموړي پر موټر د هاوان مرمۍ لګېدلې وایي، په پېښه کې دوه تنه ټپیان شوي چې د یوه روغتیایي وضعیت د اندېښنه وړ بولي.
نوموړی دا د وسلوالو طالبانو کار بولي، خو تر اوسه یادې ډلې په دې تړاو څه نه دي ویلي.
د مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله یاده پېښه غندلې او ویلي چې د سولې دښمنان نه شي کولای چې ورته بریدونو سره د عطامحمد نور دریځ بدل کړي.
دا په داسې حال کې ده چې عطا محمد نور د ولسي پاڅونوالو پر مټ په بلخ ولایت کې د وسلوالو طالبانو پر ضد راپورته شوی او یادې ډلې سره په جګړه بوخت دی.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

