د ملي امنیت شورا د دفتر ویاند رحمت الله اندړ وایي، د ملي امنيت دواړو سلاکارانو د سولې او امنيت د تامين، له تروريزم او نشهيي توکو سره د مبارزې او د دواړو دولتونو د وزارتونو تر منځ د مشورو د زياتېدو په هکله خبرې اترې وکړې.
د نوموړي په خبره دواړو لوريو هوکړه وکړه چې د افغانستان په شمال کې د ناامني پراختيا د افغانستان، روسيې او منځنۍ اسيا د هېوادونو ګټې ګواښلای شي.
د افغانستان او روسيې د ملي امنيت سلاکارانو د بېړني اوربند او مذاکراتو پر اړتيا، د جنګ پر ختمولو او خپلواک، حاکم او بسيا افغانستان ټينګار وشو.
په دې ناسته کې دواړو لوريو په سيمه کې د مشترکو امنيتي موخو د ملاتړ او پياوړتيا لپاره ګډه لېوالتيا څرګنده کړه.
د یادونې وړ ده چې د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب په دوه ورځني سفر روسیې ته تللی او د خپل سفر په لړ کې به له نورو روسیې چارواکو سره هم وګوري او د افغانستان په اړه به ورسره خبرې شریکي کړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

