د دفاع وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د امریکا دفاع وزیر په خپلو خبرو کې د ترهګرۍ پر ضد د افغان ځواکونو فعال رول وستایه او د افغان ځواکونو د اوږد مهاله تمویل، تجهیز او د مسلکي زده کړو په برخه کې همکاريو ډاډ څرګند کړ.
نوموړي د وسلوالو طالبانو لخوا د تاوتریخوالي زیاتېدو په تړاو اندېښنه وښوده او دا یې سولې ته د رسېدو لپاره خنډ وباله.
استین همدارنګه په افغانستان کې د سولې مذاکراتو د رامنځته شوي فرصت نه په ګټه اخیستو او تلپاتې سولې ټينګار وکړ.
خبرپاڼه زیاتوي د افغانستان د ملي دفاع سرپرست په خپلو خبرو کې د امریکا له دوامداره همکاریو مننه وکړه؛ خو له نوموړي یې وغوښتل چې د افغان ځواکونو د تجهیزاتو ملاتړ ترڅنګ د نړیوال تروریزم پر وړاندې د مبارزې په برخه کې له افغان حکومت سره خپلو همکاریو او مرستو ته دوام ورکړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

