ads

جمهوررییس غني: ژر به په ټولو ولایتونو کې د پام وړ بدلون راشي

جمهور رییس محمد اشرف غني د ولایتونو له والیانو سره د روان امنیتي وضعیت په تړاو خبرې کړي دي او هغوی ته یې سپارښتنه کړې چې د وضعیت د لا بهبود لپاره لازم اقدامات وکړي.

شمس الرحمن شمس
11 چنګاښ 1400
جمهوررییس غني: ژر به په ټولو ولایتونو کې د پام وړ بدلون راشي
افغانستان

له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې جمهوررییس غني د دې اونۍ په جریان کې د هېواد د ټولو ولایتونو والیانو سره د جلا ويډيو کنفرانسونو له لارې د خبرو پرمهال د ولایتونو عمومي او امنیتي وضعیت وارزاوه.

د خبرپانې له مخې جمهوررییس ټولو والیانو ته د وضعیت د ښه والي او له خلکو سره له نږدې د کار کولو لپاره لازمې لارښوونې کړې دي او د ولایتونو د ملکي او نظامي مسوولینو ترمنځ یې په لا همغږۍ ټينګار کړی دی.

خبرپاڼه زیاتوي جمهوررییس غني هره ورځ د دفاع وزارت د سوق او ادارې مرکز له لارې د ټولو ولایتونو امنیتي وضعیت له نږدې څاري او ډاډ ورکوي چې ژر به په ټولو ولایتونو کې د پام وړ بدلون راشي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې ورستیو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړې روانې دي چې دواړه یو ته د درنې مرګ ژوبلې اوښتو ادعاوې کوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA