ads

دفاع وزارت: تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۵۸ طالبان وژل شوي

د افغانستان دفاع وزارت د هېواد په بېلابېلو سیمو کې وسلوالو طالبانو ته د درنې مرګ ژوبلې اړولو خبر ورکوي.

شمس الرحمن شمس
10 چنګاښ 1400
دفاع وزارت: تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۵۸ طالبان وژل شوي

د دغه وزارت د ویاند مرستیال فواد امان کلید ته وویل، افغان ځواکونو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د بریدونو او نښتو په پایله کې ۲۵۸ تنه وسلوال طالبان وژل شوي او ۱۴۲ تنه ټپیان شوي دي.

د نوموړي په خبره وسلوالو طالبانو ته دغه مرګ ژوبله دهېواد په په ننګرهار، پکتیکا، لوګر، غزني، میدان وردګو، کندهار، هرات، بلخ، جوزجان، هلمند، تخار، بدخشان، کندوز، بغلان او کاپیسا ولایتونو کې اوښتې ده.

وسلوالو طالبانو په دې تړاو څه نه دي ويلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA