ads

هرات کې ۳۰ تنه وسلوالو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

د هرات ولایت سیمه ییز چارواکي په دغه ولایت کې ۳۰ تنو وسلوالو طالبانو ته د مرګ ژوبلې اوښتو خبر ورکوي.

شمس الرحمن شمس
10 چنګاښ 1400
هرات کې ۳۰ تنه وسلوالو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
هرات ښار

د هرات والي عبدالصبور قانع وایي، وسلوالو طالبانو تېره شپه د هرات پر غوریان ولسوالۍ د موټر برید څخه په استفادي ډله ییز بریدونه وکړل چې د افغان ځواکونو له غبرګون سره مخ شول.

د نوموړي په خبره د افغان ځواکونو په بریدونو کې ۲۰ تنه وسلوال طالبان ووژل شول او لس تنه نور یې ټپیان شول.

له بلې خوا د هرات ولایت خبرپاڼه کې راغلي چې افغان ځواکونو د وسلوالو طالبانو یو عراده موټر چې له چاودېدونکو توکو څخه ډک و، په نښه  کړی او له منځه یې وړی دی.

د خبرپاڼې له مځې په یاده پېښه کې اووه تنه طالبان ووژل شول چې جسدونه  یې زیرکوه ولسوالسوالی ته لېږدول شوي دي.

خبرپانه زیاتوي چې د موټر بم د چاودنې له کبله یو سرتیری هم وژل شوی او درې تنه نور ټپیان شوي دي.

وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA