د ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد ښار کې دینې عالمانو په یوه پراخه غونډه کې په سعودي عربستان کې د افغان سولې په اړه د علماوو له وروستي کنفرانس نه د ملاتړ تر څنګ له وسله والو طالبانو وغوښتل، چې اسلامي احکامو ته په درناوي جګړه ودروي او سوله وکړي.
د دې غونډې پرمهال مولوي حبیب الله جلال ابادي، له ټولو دینې عالمانو وغوښتل، چې د ممبرونو له لارې خلکو ته د سولې په اړه د دیني علماوو د وروستیو پرېکړو په تړاو معلومات ورکړي.
جلال ابادي پر پاکستان هم توندې نیوکې وکړې او ویې ویل، په افغانستان کې د اوسنۍ جګړې ملاتړ پاکستان کوي او غواړي شته نظام له منځه یوسي.
هغه د ولس پر یوالي او له حکومت یې د دیني عالمان او د ټولنې د نورو وګړو په ملاتړ ټينګار وکړ.
ننګرهارکې دیني عالمان داسې مهال د سولې له پروسې ملاتړ او له طالبانو د اوربند غوښتنه کوی، چې بل لورته د افغان سولې او په دې برخه کې د ترکیې رول تر عنوان لاندې په جوړ شوي کنفرانس کې ګډونوالو ویلي، چې ترکیه په افغان سوله کې رغنده رول لوبولی شي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


