ads

د کورنیو چارو سرپرست د یوه سرتېري مېړانه او سرښندنه وستایله

د کورنیو چارو سرپرست وزیر له هغه سرتیري سره خبرې وکړې چې په هرات ولایت کې یې د یو موټر بم په شنډولو کې خپله سرښندنه او مېړانه په ډاګه کړه.

شمس الرحمن شمس
10 چنګاښ 1400
د کورنیو چارو سرپرست د یوه سرتېري مېړانه او سرښندنه وستایله

له دغه وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي د کورنیو چارو سرپرست جنرال عبدالستار میرزکوال نن په رهبرۍ غونډه کې له لومړي ساتنمن میرویس سره ټلېفوني اړیکه ونیوه او په هرات ولایت کې یې د موټربم شنډولو له امله د نوموړي زړورتیا او ترسره کړې چاره وستایله.

میرزکوال د هرات ولایت په غوریان ولسوالۍ کې د ملي پولیسو د ځانګړو ځواکونو د تېرې شپې مېړانه بېسارې یاده کړه او دوی ته یې د مالي مکافاتو سربېره، لومړي ساتنمن میرویس او په پېښه کې یوه وژل شوي شوي منسوب ته یوه، یوه فوق العاده رتبه هم منظوره کړه.

د یادونې وړ ده چې تېره شپه وسلوالو طالبانو د هرات پر غوریان ولسوالۍ د موټر بم برید پلان درلود چې هدف ته له رسېدو وړاندې د لومړي ساتنمن میرویس له لورې شنډ کړی شو.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA