د دې شورا ویاند رحمت الله اندړ کلید ته وویل، چې د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب به په دغه سفر کې د روسیې هېواد له لوړ پوړو امنیتي چارواکو سره د دواړو هېوادونو په ګډو ګټو او یو شمېر نورو موضوعاتو په اړه خبرې وکړي.
د نوموړي په خبره دا سفر د هېواد د امنیتي مسایلو لپاره مهم دی.
د ملي امنیت سلاکار په داسې حال مسکو ته سفر کوي چې د رویټر اژانس د خبر له مخې ټاکل شوې په راتلونکو څو ورځو کې له افغانستانه دامریکایي او نورو بهرنیو سرتېرو وتلو بهیر پای ته ورسي.
دا په داسې حال کې ده چې د جګړې ښکېلو خواوو ترمنځ جګړو زور اخیستی او دواړه لوري یو بل ته د درنې مرګ ژوبلې اوښتو ادعاوې کوي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

