ads

ارګ: د لس زره نومرو د وېش لړۍ پیل شوه

جمهور رییس محمد اشرف غني د وژل شویو افغان ځواکونو کورنیو ته د لس زره نومرو د وېش لړۍ پیل کړه او یو شمېر مستحقینو ته یې د ملکیت سندونه ورکړل .

شمس الرحمن شمس
10 چنګاښ 1400
ارګ: د لس زره نومرو د وېش لړۍ پیل شوه

له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په لومړۍ مرحله کې به په کنړ، ننګرهار، لغمان، پنجشېر، کاپیسا، کابل او خوست کې لس زره نومرې ووېشل شي او په نورو ولایتونو کې هم د وېش لپاره د ځمکو په تثبیت کار پیل شي.

جمهوررییس غني د ښار جوړولو او ځمکو وزارت ته لارښوونه وکړه چې د امنیتي او دفاعي ځواکونو او د محراب قربانیانو پاتې کورنیو ته د نمرو د وېش لپاره ژر تر ژره په ټول افغانستان کې ځمکې تثبیت او راپور یې اړوندو مسوولینو سره شریک کړي.

جمهوررییس د خپلو خبرو په پای کې وویل، په دې پروسه کې غاصبینو ته ځای نشته او اړوندو ادارو ته یې دنده وسپارله چې دغه پروسه ډیجیټلي کړي، ترڅو حق حقدار ته ورسېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA