ads

په کابل کې ۲۴ تنه د جنایي جرمونو په تور نیول شوي

د کابل امنیتي چارواکي وایي، ځواکونه یې توانېدلي چې د جنایي جرمونو په تور ۲۴ تنه ونیسي.

محمدخان بریال
9 چنګاښ 1400
په کابل کې  ۲۴ تنه د جنایي جرمونو په تور نیول شوي
د امنیه قومندانۍ ویاند فردوس فرامرز د چهار شنبې په ورځ کلید ته وویل، دا کسان په تېرو ۴۸ ساعتونو کې د کابل ښار په درېیمه، څلورمه، پنځمه، شپږمه، اوومه، اتمه، لسمه، دولسمه او ۱۵مه ناحیو کې نیول شوي دي.
د ده په وینا، له نیول شوو کسانو درې میله کمري وسله هم تر لاسه شوې ده.
تر دې مخکې هم په کابل ښار او ولایتونو کې ګڼ شمېر کسان د جنایي جرمونو په تړاو نیول شوي دي.
خو هېوادوال په دې برخه کې د امنیتي ادارو پر لا ډېرو هڅو ټینګار کوي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA