په جلال اباد کې چاودنې درې تنه ټپیان کړل

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي د چهار شنبې په ورځ کلید ته وویل، ماسپښین شاوخوا درې بجې د جلال اباد ښار د لومړۍ ناحیې اړوند درمسال ته څیرمه د اهلې هنودو هټۍ مخې ځای پر ځای شوي ماین چاودنه کړې.