ads

په جلال اباد کې چاودنې درې تنه ټپیان کړل

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي د چهار شنبې په ورځ کلید ته وویل، ماسپښین شاوخوا درې بجې د جلال اباد ښار د لومړۍ ناحیې اړوند درمسال ته څیرمه د اهلې هنودو هټۍ مخې ځای پر ځای شوي ماین چاودنه کړې.

محمدخان بریال
9 چنګاښ 1400
په جلال اباد کې چاودنې درې تنه ټپیان کړل

دی زیاتوي، د دې چاودنې له امله درې ملکي وګړي ټپیان شوي دي.
هغه وایې، په یاده چاودنه کې اهل هنودو ته کوم زیان نه دی رسېدلی.
تراوسه د یادې پېښې مسولیت چا نه دی منلی.
د یادونې وړ ده چې پرون هم په جلال اباد ښار کې د چاودنې له امله ګڼ شمېر کسان ټپیان شوي وو.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA