ads

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۶۶ طالبان وژل شوي

د افغانستان دفاع وزارت د هېواد په بېلابېلو برخو کې وسله والو طالبانو ته د درنې مرګ ژوبلې اوښتو خبر ورکوي.

محمدخان بریال
9 چنګاښ 1400
په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۶۶ طالبان وژل شوي

د دغه وزارت خبرپاڼه وایي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د افغان سرتېرو په هوایي او ځمکنیو بریدونو کې ۱۶۶ طالب جنګیالي وژل شوي، ۸۲ نور ټپیان شوي او شپږ تنه ژوندي نیول شوي دي.
د خبرپاڼې په وینا، په همدې موده کې د طالبانو له خوا ۳۴ کړۍ خښ شوي ماینونه او وسلې له منځه وړل شوې دي.
طالبانو ته دغه مرګ ژوبله په ننګرهار، لغمان، خوست، لوګر، غزني، میدان وردک، کندهار، بادغیس، هرات، هلمند، بدخشان او پروان ولایتونو کې اوښتې ده.
تېره ورځ هم د افغان سرتېرو په بریدونو کې ۲۳۵ وسله وال طالبان وژل شوي وو.
طالبانو که څه هم د دفاع وزارت د دې ادعا په تړاو څه نه دي ویلي، خو په یو شمېر ولایتونو کې یې د افغان سرتېرو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA