هغه زیاته کړې چې د افغانستان اوسنی حالت د زغملو نه دی او په خبره یې، که د افغانستان سیاسي مشران سره یوځای نه شي، تمه کېږي چې امنیتي حالت نور هم خراب شي.
هغه دا هم ویلي چې د بهرنیو ځواکونو په وتلو سره وېره شته چې په افغانستان کې کورنۍ جګړه پیل شي.
ده طالبان تورن کړي چې له امریکا سره شوې هوکړې ته ژمن نه دي پاتې شوي.
په ورته وخت کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو استازې دیبورا لاینس هم امنیت شورا ته ویلي چې طالبانو په تېرو دوو میاشتو کې تر ۵۰ ډېرې ولسوالۍ نیولې او کابل ته په نېږدې کېدو دي.
امریکایي چارواکي پر داسې مهال دا اندېښنه څرګندوي چې ټاکل شوې د سپټمبر تر ۱۱مې ټول بهرني سرتېري افغانستان پرېږدي.
د بهرنیو سرتېرو د وتلو بهیر له پیلېدو سره پر یو وخت په هېواد کې تاوتریخوالی اوج ته رسېدلی دی.
اندېښنې دا دي چې که بهرني ځواکونه له افغانستان څخه ووځي، یو ځل بیا به په هېواد کې کورنۍ جګړه پیل شي، چې بیا به یې کابو کېدل سخت وي.


