د جمهوري ریاست د ویاند مرستیاله فاطمه مورچل وایي، په دې ناسته کې د جمهوریت پر واحد صف، د امنیتي ځواکونو پر ملاتړ او سیاسي اجماع بحث وشو.
په ورته وخت کې د مصالحې شورا هم د دې ناستې ترسره کېدو خبر ورکوي.
د یادې شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله نننۍ ناستې ته ویلي چې د هېواد اوسنۍ حالت له جدي ګواښ سره مخ دی او په وینا یې، دا ستونزه د مشرانو د یووالي د نشت په صورت کې رامنځته شوې ده.
هغه په ورته وخت کې ویلي چې د سولې لپاره د طالبانو نیت نا معلوم دی او دغه ډله وخت وژنه کوي.
دا په داسې حال کې ده چې په دوحه کې د بین الافغاني مذاکراتو پروسه اوسمهال له خنډ سره مخ ده او په ورته وخت کې د ښکېلو لورو تر منځ جګړو زور اخیستی دی.
دواړه لوري یو بل سولې ته پر نه ژمنتیا تورنوي.


