د دغه ریاست ویاند سنګر نیازي د چهار شنبې په ورځ کلید ته وویل، نن سهار څلور بجې او ۲۵ دقیقې د روښنایۍ دښمنانو د پروان ولایت په جنګل باغ سیمه کې د برېښنا یوه ستنه په بمونو الوزولې ده.
د نیازي په خبره، سیمې ته د دوی تخنیکي ټیم تللی، څو د برېښنا پایې رغېدو چارې پیل کړي.
د یادولو وړ ده چې وړمه ورځ هم د کابل په پغمان ولسوالۍ کې د برېښنا دوې ستنې نړېدلې وې، چې له امله یې پر میدان وردک، غزني او یو شمېر نورو ولایتونو د برېښنا جریان پرې شوی و.
د برېښنا ریاست د معلوماتو له مخې، په وروستیو دوو میاشتو کې د برېښنا د ٢۶پایو ړنګېدو له امله د افغانستان برېښنا شرکت ته میلیونونه افغانی مالي زیان اوښتی دی.
تر اوسه کومې ډلې د برېښنا ستنو نړېدو مسولیت نه دی منلی.


