د دغه وزارت ویاند طارق ارین وایي، په دې ولسوالۍ کې د عملیاتو پر مهال طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.
هغه زیاتوي چې په دې ولسوالۍ کې د طالبانو پر وړاندې د افغان سرتېرو عملیات اوس هم روان دي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ هم د فاریاب پشتون کوټ ولسوالي او د پروان شینواري ولسوالۍ بیرته افغان سرتېرو نیولې وې.
همدارنګه د بلخ د کلدار ولسوالۍ د بیرته نیولو خبر ورکړل شوی و.
خو طالبانو بیا ویلي چې د بلخ ولایت کلدار او یو شمېر نورې ولسوالۍ یې په ولکه کې دي.


