نوموړي د خبریالانو د ملاتړ صندوق په بیا پرانیست غونډه کې دا څرګندونې وکړې.
هغه په ورته وخت کې له رسنیو او خبریانو هم وغوښتل چې د نظام تر څنګ ودرېږي او له داسې څرګندونو ډډه وکړي چې د هېواد د خلکو او امنیتي ځواکونو د روحیې کمزوري کېدو لامل کېږي.
دانش زیاتوي چې په رسنیو کې باید داسې بحثونه ونه شي چې د هېواد له ملي ګټو او نظام سره په ټکر کې وي.
ده په ورته وخت کې وویل چې له خبریالانو څخه د ملاتړ صندوق بیا فعالېدل د حکومت له لوري د خبریالانو او رسنیو د ملاتړ لپاره مهم ګام دی.
د یادولو وړ ده چې د خبریالانو د ملاتړ صندوق درې کاله وړاندې پرانیستل شو.
نیوکې دا وې چې په دې صندوق کې ټولو خبریالانو ته ونډه نه ده ورکړل شوې، خو اوس د حکومت رهبري وایي، د خبرلانو د ملاتړ صندوق په نوې پرانیستنه کې بنسټیز بدلونونه رامنځته شوي دي.


