ads

جمهور ریس: د انټرنېټ او ټلیفوني مکالمو لوړې بیې د منلو نه دي

د افغانستان جمهور رییس محمد اشرف غني تېره ورځ ناوخته د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت له رهبرۍ پلاوي سره وکتل.

محمدخان بریال
9 چنګاښ 1400
جمهور ریس: د انټرنېټ او ټلیفوني مکالمو لوړې بیې د منلو نه دي

د ارګ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، په دې کتنه کې یو ځل بیا د مخابراتو په برخه کې پر پانګوونې او شفافیت ټینګار وشو.
جمهور رییس ویلي چې په هېواد کې د ټلیفوني مکالمو لوړه بیه او په ټیټ کیفیت انټرنېټ په هېڅ صورت د منلو نه دي.
د هیواد جمهوررئيس د آکشن او مارکېټ د تنظیم په برخه کې د اترا ادارې وروستۍ هڅې وستايلې او زیاته یې کړه، اترا اداره د ډیجيټالي ایکوسیستم يوه مهمه برخه ده او باید د ایکوسیستم ټول غړي له نېږدې کار وکړي، څو په دې برخه کې وضعیت لا غوره شي.
د یادولو وړ ده چې هېوادوال هم د انټرنېټ او ټلیفوني مکالمو د لوړو بیو له امله شکایت کوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA