رویټر خبري اژانس د لوړپوړو امریکایي چارواکو له قوله خبر ورکړی چې له افغانستان څخه د سرتېرو وتلو بهیر به تر راتلونکو څو ورځو بشپړ شي.
دې سرچینې زیاته کړې چې کېدایشي ۶۵۰ امریکایي سرتېري په افغانستان کې د امریکا د سفارت خوندیتوب لپاره پاتې شي.
له دې سره پر یو وخت المان هېواد هم اعلان کړی چې له افغانستان څخه د دغه هېواد د سرتېرو وتلو پروسه بشپړه شوه.
ټاکل شوې چې د سپټمبر تر ۱۱مې ټول امریکایي او بهرني سرتېر افغانستان پرېږدي دي، خو اندېښنې دا دي چې طالبان به افغانستان ونیسي او کورنۍ جګړه به پیل شي.
په ورته وخت کې طالبان بیا د دوحې تړون پر پلي کېدو او پر ټاکلې نېټه د امریکایي ځواکونو پر وتلو ټینګار کوي.


