د امنیه قومندانۍ خبرپاڼه وایي، نن سهار اووه بجې او ۵۵ دقیقې د پغمان ولسوالۍ په ارغندۍ سیمه کې ناپېژندو کسانو د پولیسو پر یو رنجر موټر برید کړی.
سرچینه زیاتوي، په دې پېښه کې دوه امنیتي سرتېري وژل شوي او یو بل ژول شوی دی.
په دې اړه د امنیتي بنسټونو پلټنې روانې دي.
تر اوسه د پېښې مسولیت کومې وسله والې ډلې نه دی منلی.


