ads

په پغمان کې بیا د برېښنا دوې ستنې نړېدلې

د برېښنا شرکت مسولین د کابل په پغمان ولسوالۍ کې د برېښنا د دوو ستنو نړېدو خبر ورکوي.

محمدخان بریال
8 چنګاښ 1400
په پغمان کې بیا د برېښنا دوې ستنې نړېدلې

د دغه شرکت ویاند سنګر نیازي پرون ناوخته کلید ته وویل، د کابل په پغمان ولسوالۍ کې د برېښنا د لوړ ولتاژ دوې ستنې نړول شوې دي.
هغه زیاتوي، د یادې پېښې په رامنځته کېدو سره میدان وردک، لوګر، غزني او پکتیا ولایتونو ته د وارداتي برېښنا جریان پرې شوی دی.
د نیازي په وینا، تر اوسه د برېښنا ستنو چپه کېدو لامل معلوم نه دی او سیمې ته د دوی تخنیکي ټیم تللی، څو ویجاړې شوې پایې بیرته ورغوي.
د یادونې وړ ده چې په وروستیو دوو میاشتو کې د روښنايۍ د دښمنانو له خوا د ٢٤پایو د ړنګېدو له امله د افغانستان برېښنا شرکت ته میلیونونه افغانی مالي زیان اوښتی دی.
تر اوسه کومې ډلې د برېښنا ستنو نړېدو مسولیت نه دی منلی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA