ads

په ننګرهار کې دوه داعشیان نیول شوي

په ننګرهار کې د ملي امنیت ځواکونو د داعش وسله والې ډلې دوه غړي نیولي دي.

محمدخان بریال
8 چنګاښ 1400
په ننګرهار کې دوه داعشیان نیول شوي

د دغه ولایت د رسنیو له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې تېر شپه د ملي امنیت ځواکونو په بهسود ولسوالۍ کې د عملیاتو پر مهال د داعش ډلې دوه غړي نیولي دي.
خبرپاڼه زیاتوي، نیول شوي کسان محمد یاسین او تجول نومېږي چې د دغو ولسوالیو په بېلابېلو برخو کې یې خلکو ته ګواښونه کول.
نیول شوو کسانو پر خپلو جرمونو اعتراف هم کړی دی.
تر دې مخکې هم په دغه ولایت کې د داعش ډېر شمېر غړي نیول شوي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA