ads

په خوست کې زرګونه مرمۍ ونیول شوې

د خوست امنیتي او سیمه‌ییز چارواکي وایي، د ملي امنیت منسوبینو د ځانګړو عملیاتو پرمهال تېره شپه ډیورنډ کرښې ته څېرمه د دهشکې ۴۴ بکسې چې زرګونه فیره مرمۍ پکې وې، نیولې دي.

بختاجان بختیار
8 چنګاښ 1400
په خوست کې زرګونه مرمۍ ونیول شوې

د خوست والي تورن جنرال مهمند کټوازی وایي، وسله والو غوښتل چې دا مرمۍ د خوست صبریو او یعقوبیو ولسوالۍ ته انتقال کړي، خو د باوري اطلاع پر اساس د ملي امنیت ځواکونو له لوري ونیول شوې.
د مسولینو په وینا، په دې تړاو یې تردې دمه څوک نه دي نیولي، خو په خبره یې، په دې برخه کې پلټنې روانې.
د یادونې ده چې تېره ورځ هم د دغه ولایت په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د ملي پولیسو له لوري هینو ډوله موټربم هدف ته تر رسېدو وړاندې کشف او شنډ شو.
تراوسه کومې وسله ولې ډلې پدې تړاو څه نه دي ویلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA