له دغه وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، په یاده موده کې ۲۳۵ وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۶۱ نور ټپیان شوي دي.
د هغوی وسلې او ۱۹ کړۍ ماینونه هم له منځه وړل شوي دي.
طالبانو ته دغه مرګ ژوبله په ننګرهار، لغمان، نورستان، کونړ، غزني، کندهار، زابل، بلخ، فاریاب، هلمند، بغلان، بدخشان، کندز او کاپیسا ولایتونو کې اوښتې ده.
تېره ورځ هم ۹۱ طالبان د افغان سرتېرو له لوري وژل شوي؟
خو طالبانو بیا په دې اړه تبصره نه ده کړې.


