ads

«پاڅونوال په سیمه‌ییزه اردو کې ځای پر ځای کېږي»

د افغانستان د امنیتي سکټور ویاند اجمل عمر شینواري د سه شنبې په ورځ خبري کنفرانس ته وویل چې طالبانو له افغان سرتېرو سره په نښتو کې ټول جنګي اصول تر پښو لاندې کړي.

محمدخان بریال
8 چنګاښ 1400
«پاڅونوال په سیمه‌ییزه اردو کې ځای پر ځای کېږي»

دی زیاتوي د امنیتي حالت په تړاو رامنځته شوې اندېښې بېځایه دي او په خبره یې، افغان سرتېري اوسمهال له طالبانو او نورو ډلو سره د نښتې لپاره په کافي اندازه نظامي وسایل، وسلې او مهمات په واک کې لري.
شینواري همدارنګه وویل چې د کورنیو چارو وزارت په چوکاټ کې د چټک غبرګون څلور زره کسیزه قطعه جوړه شوې چې اداره یې له پخوانیو متقاعدو جنرالانو، رهبرانو او پوځي افسرانو سره ده.
د ده په خبره، حکومت د سیمه‌ییزې اردو په چوکاټ کې د ټولو پاڅونوالو او هغو کسانو د ځای پر ځای کېدو پلان لري چې د افغان سرتېرو په ملاتړ راپورته شوي او په وینا یې، د دغه کار عملي چارې پیل شوې دي.
امنیتي چارواکي پر داسې مهال هېوادوالو ته د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکوي چې په دې وروستیو کې جګړو زور اخیستی او دواړو لورو ته پکې د مرګ ژوبلې اوښتو خبرونه ورکړل شوي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA