د مرکچي پلاوي له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، په دې ناسته کې د تاوتریخوالي پر ډېرېدو او ملکي وګړو ته پر زیانونو اوښتو اندېښنه وښودل شوه.
خبرپاڼه زیاتوي، په ناسته کې پر دې هم بحث وشو چې روانه جګړه او تاوتریخوالی د سولې پر پروسه څومره منفي اغېزه کوي.
د ناستې په وروستۍ برخه کې مرکچي پلاوي په هېواد کې د تاوتریخوالي پر کمېدو، د وینې توییدنې او جګړې پر مخنیوي ټینګار کړی دی.
دوی همدارنګه پرېکړه کړې چې د سولې لپاره دې معنا لرونکي مذاکرات پیل شي.
دا څرګندونې داسې مهال مطرح کېږي چې په دې وروستیو کې د روانو نښتو په پایله کې دواړو لورو ته د مالي او ځاني زیانونو اوښتو خبر ورکړل شوی دی.
په ورته وخت کې په دوحه کې د سولې په خبرو کې هم کوم پرمختګ نه دی شوی.
حکومت طالبان ملامتوي چې د سولې لپاره جدي اراده نه لري، خو طالبان بیا پر حکومت تور پورې کوي چې په یوه او بله پلمه یې دا پروسه ځنډولې ده.


