ads

دوې ولسوالۍ بیرته افغان سرتېرو ونیولې

د کورنیو چارو وزارت د هوایي او ځمکنیو بریدونو پر مهال د فاریاب ولایت د پشتون کوټ ولسوالۍ د بیرته نیولو خبر ورکوي.

محمدخان بریال
8 چنګاښ 1400
دوې ولسوالۍ بیرته افغان سرتېرو ونیولې

له دغه وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، په دې ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو د عملیاتو پر مهال ۱۰ وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان دي.
خبرپاڼه زیاتوي چې له طالبانو د دغه ولایت د نورو سیمو د نیولو عملیات هم دوام لري.
په ورته وخت کې دفاع وزارت وایي چې ځواکونو یې د پروان ولایت شینواري ولسوالي هم د طالبانو له شتون پاکه کړې ده.
د کابل د ۱۱۱ فرقې یو تن منسوب تورن شریف الله هېوادوالو ته ډاډ ورکوي چې تر راتلونکو دوو ورځو به سیاګرد ولسوالي هم له طالبانو څخه ونیسي.
تر دې وړاندې هم بېلابېلې ولسوالۍ بیرته له طالبانو نیول شوې دي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه نظر نه دی څرګند کړی، خو په ځینو ولایتونو کې یې بیا د ولسوالیو د نیولو او افغان سرتېرو ته د مرګ ژوبلې اوښتو خبر ورکړی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA