افغانستان له ترهګرۍ سره په مبارزه کې یوازې نه دی

په ستراتیژیکو چارو کې د جمهور رییس سلاکار وحید عمر د سه شنبې په ورځ خبري ناستې ته وویل چې افغان دولت د سولې لپاره عملي ګامونه پورته کړي او په خبره یې، افغانان پوهېږي چې د سولې په مخ کې خنډ څوک دي.