ads

افغانستان له ترهګرۍ سره په مبارزه کې یوازې نه دی

په ستراتیژیکو چارو کې د جمهور رییس سلاکار وحید عمر د سه شنبې په ورځ خبري ناستې ته وویل چې افغان دولت د سولې لپاره عملي ګامونه پورته کړي او په خبره یې، افغانان پوهېږي چې د سولې په مخ کې خنډ څوک دي.

محمدخان بریال
8 چنګاښ 1400
افغانستان له ترهګرۍ سره په مبارزه کې یوازې نه دی
هغه زیاتوي چې امریکا ته د جمهور رییس په سفر کې له افغانستان څخه د امریکایي او بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته د واشنګټن او کابل تر منځ د اړیکو د څرګنوالي په تړاو ډېر وضاحتونه تر لاسه شول.
د ده په خبره، افغانستان له ترهګرۍ او وسله والو مخالفینو سره په مبارزه کې یوازې نه دی، بلکې د امریکا په ګډون د نړیوالې ټولنې ملاتړ له ځان سره لري.
عمر همدارنګه وویل، طالبان باید پر دې پوه شي چې افغانستان اوس بدل شوی، د زور حاکمیت نه مني او د تاوتریخوالي په دوام سره ملت د هغوی پر وړاندې راپورته کېږي.
که څه هم وحید عمر طالبان سولې ته پر نه ژمنتیا تورنوي، خو د طالبانو د قطر دفتر ویاند ډاکتر محمد نعیم بیا په تازه څرګندونو کې حکومت ملامت کړی چې د سولې لپاره اراده نه لري.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA