ads

پولیسو خوست کې د موټر بم چاودنې مخنیوی کړی

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي، پولیسو په خوست ولایت کې د یوه موټر بم  چاودنې څخه مخنیوی کړی.

شمس الرحمن شمس
7 چنګاښ 1400
پولیسو خوست کې د موټر بم چاودنې مخنیوی کړی

د دغه وزارت د ویاند مرستیال احمد ضیا ضیا وایي، پولیسو تېره شپه د خوست ولایت د نادرشاه کوټ ولسوالۍ اړوند د سپین غورې سیمه کې یو عراده هینو ډوله موټر بم هدف ته له رسېدو وړاندې د ملي پولیسو لخوا کشف او نیول شوی.

نوموړی وایي په دې تړاو یې یو تن چې د لوګر ولایت اوسېدونکی دی نیول شویدی نوموړی کس دا مهال د پوښتنو او ګرویږنو لاندې دی.

د خبرپاڼې له مخې یاد موټر کې تر ۳ ټنو پورې چاودېدونکي توکې ځاي پر ځای کړي وو او غوښتل یې د خوست ښار په یوې ګڼه ګوڼې کې ورته چاودنه ورکړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA