دا خبرې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ملتان کې خبریالانو ته کړي دي او نوموړي ویلي چې پاکستان اوس درې میلیونه افغان کډوالو ته ځای ورکړی او نورو کډوالو لپاره ځای نه لري.
قریشي اټکل کوي چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته په افغانستان کې کورنۍ جګړې پیلېدای شي او په وینا یې اړ دي چې له افغانستان سره خپلې پولې وتړي.
بل لور ته د جمهوري ریاست لومړي مرستیال یادو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي چې پاکستان له طالبانو ملاتړ کوي او یادې ډلې ته یې ځای ورکړی دی.
نوموړي پاکستان ته خبرداری ورکړی چې له طالبانو ملاتړ به ورته بدي پایلي ولري.
دا په داسې حال کې ده چې په دې ورستیو کې د افغان او طالبان ترمنځ جګړې تر بل هر وخت زور اخیستی چې دې څه افغان ولس اندېښمن کړی.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

