د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي کلید ته وویل، پېښه د پنځمې ناحیې اړوند د پوهنې ریاست ښاري مدیریت سره نن سهار شوې ده.
نوموړی وایي په دې چاودنه کې یو تن وژل شوی او د یادې موسسې د دوه ښځینه کارکوونکو ترڅنګ ۴ تنه ټپيان دي.
خوږیاڼی زیاتوي، وژل شوی کس رېکشا چلوونکی دی او په ټپیانو کې یو ماشوم او بل موټر چلوونکی شامل دی.
نوموړی وایي، د ودان موسسې پر کارکوونکو دا چاودنه هغه مهال شوې کله چې دوی دندې ته پر لاره وو.
د دې چاودنې مسوولیت تر اوسه چا پر غاړه نه دی اخیستی.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

