نوموړي د دوشنبې ورځ په کابل کې یوې خبري غونډې ته د وینا پر مهال وویل، د افغانستان د کشالې د حل لپاره غوره لاره د سولې خبرې دي، افغان دولت د دې لپاره اراده لري او اړتیا ده چې مقابل لوری هم ورته نیت ولري.
دی زیاتوي د سولې مذاکراتو څخه په ډاګه شوې چې تر اوسه مقابل لوری (طالبان) د سولې نیت نه لري او پر جګړې تکیا کوي.
د ده په خبره که د جکړې ډېرېدل او د سولې خبرو کې خنډ او ځنډ څخه ناسمه محاسبه دا وي چې د جګړې له لارې یوه ډله واک ته رسېدلی شي، دا یوه لویه تېروتنه ده.
د مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله دا څرګندونې داسې مهال کوي چې په هېواد کې جګړې تر بل هر وخت زور اخیستی او دواړه لوري له یو بل څخه د سیمو نیولو په حال کې دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

