ads

د کابل په ولسوالیو کې پر موټر سایکلو بندیز ولګېد

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د کابل په ولسوالیو کې د موټر سایکل پر ګرځېدو لنډ مهال بندیز ولګاوه او وایي تر دوهم امر پورې به لګول شوی بندیز دوام لري.

شمس الرحمن شمس
7 چنګاښ 1400
د کابل په ولسوالیو کې پر موټر سایکلو بندیز ولګېد

د دغه وزارت ویاند طارق ارین وایي، دا لندمهاله بندیز پر جواز لرونکيو او بې سنده موټرسایکلونو لګول شوی.

نوموړي ویلي، که دې سپارښتنې ته پام ونشي؛ موټرسایکل به د پولیسو لخوا ودرول شي.

که څه هم موټر سایکلونه د ډېری افغانانو د تګ راتګ یوه مهمه وسیله ګڼل کېږي، خو  په دې ورستیو کې ترې په هدفي وژنو کې هم ګټه اخیستل شوې ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA