ads

دفاع وزارت: تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۹۱ تنه طالبان وژل شوي

د افغانستان دفاع وزارت د هېواد په نهو ولایتونو کې وسلوالو طالبانو ته د درنې مرګ ژوبلې اوښتو خبر ورکوي.

شمس الرحمن شمس
7 چنګاښ 1400
دفاع وزارت: تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۹۱ تنه طالبان وژل شوي
افغانستان

له دغه وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې افغان ځواکونو په تېرو ۲۴ ساعتونو د متقابل بریدونو او نښتو په پایله کې ۹۱تنه وسلوالو طالبان وژلي او ۳۸ تنه نور یې ټپیان کړي دي.

د خبرپاڼې له مخې وسلوالو طالبانو ته دغه مرګ ژوبله د هېواد په لغمان، پکتیا، پکتیکا، غزني، کندهار، بلخ، هلمند، بغلان او کابل ولایتونو کې اوښتې ده.

وسلوالو طالبانو تازه په دې تړاو څه نه دي ویلي، خو ددې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپل ټویټر لیکلي چې تېره شپه یې د پکتیکا ولایت خوشامند ولسوالي نیولې ده، خو افغان چارواکو په دې تړاو بیا څه نه دي ویلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA